ولسمشر غني لوګر کې د برېښنا د یوې پروژې پرانسته وکړه

25 ثور 1397 ساعت 12:39

ولسمشر محمد اشرف غني لوګر ولایت ته ولاړ او په دغه ولایت کې یې د د۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا مزي او ارغندۍ - لوګر سب سټېشن پرانسته وکړه.


ولسمشر محمد اشرف غني لوګر ولایت ته ولاړ او په دغه ولایت کې یې د د۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا مزي او ارغندۍ - لوګر سب سټېشن پرانسته وکړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر نن سه شنبې د غويي ۲۵ مه لوګر ولایت ته ولاړ او له کابله د ورسره تللي پلاوي، لوګر چارواکو، قومي مشرانو او مدني ټولنو د غړو په شتون کې یې یادې پروژې پرانستلې.

د دغه سب سټېشن په پرانستو سره به پر ۱۳ زره کورنیو سربېره سوداګریزې او صنعتي ساحې هم له برېښنا برخمنې شي.

ټاکل شوې، چې ولسمشر به لوګر ته د خپل سفر په ترڅ کې د چارواکو، قومي مشرانو، دیني عالمانو او لوګر د ولس سره په بېلا بېلو برخو کې خبرې اترې هم وکړي.

جمهورخبري آژانس:لوګر
 
 


د مطلب کود: 104322

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104322/

جمهور
  https://www.jomhornews.com