ولسمشر محمد اشرف غني لوګر ولایت ته ولاړ او په دغه ولایت کې یې د د۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا مزي او ارغندۍ - لوګر سب سټېشن پرانسته وکړه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر نن سه شنبې د غويي ۲۵ مه لوګر ولایت ته ولاړ او له کابله د ورسره تللي پلاوي، لوګر چارواکو، قومي مشرانو او مدني ټولنو د غړو په شتون کې یې یادې پروژې پرانستلې.
د دغه سب سټېشن په پرانستو سره به پر ۱۳ زره کورنیو سربېره سوداګریزې او صنعتي ساحې هم له برېښنا برخمنې شي.
ټاکل شوې، چې ولسمشر به لوګر ته د خپل سفر په ترڅ کې د چارواکو، قومي مشرانو، دیني عالمانو او لوګر د ولس سره په بېلا بېلو برخو کې خبرې اترې هم وکړي.
جمهورخبري آژانس:لوګر