افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل د پروسې په پرانستونکې غونده کې د سولې په تړواو د افغان حکومت د سولې طرحه وړاندې او له طالبانو یې وغوښتل، چې نور سوله وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کابل پروسې غونډه نن چهارشنبې د کب ۹ مه د ولسمشر په وینا په کابل کې پرانستل شوه او ولسمشر د طرحې په لومړۍ ماده کې و ویل، چې په یوه سیاسي چوکاټ کې دې اوربند اعلان، طالبانو د یوه ګوند په توګه په رسمیت وپېژندل شي او دغه راز دې سرتاسري او شفافه ټاکنو ته لار هوار شی.
د ولسمشر د دې دغه طرحې له مخې افغان حکومت د طالبانو د دفتر له پرانیستلو، هغوی ته د پاسپورټونو له صادرولو او په آزاد ډول سفر کولو، د بندیزونو لرې کولو په برخه کې له مرستې، رسنیو ته د لاسرسې د ترتیباتو او د طالبانو د کورنیو له بیرته میشتیدلو سره موافق دی.
ولسمشر غني په دې طرحه کې لاندې مادې رانښغتې:
اول: په یوه سیاسي چوکاټ کې د اوربند اعلان، د یوه ګوند په توګه د طالبانو په رسمیت پېژندل، طالبان دې هم افغان دولت په رسمیت وپېژني معتبرې آزادۍ او شفافه ټاکنې دې تر سره شي.
دوهم: په یوه قانوني چوکاټ: د اساسي قانون بیاکتنه، عدالت او د شکایتونو حل، د قوانینو تصویب او د فرمانونو صادرول، د زندانیانو خوشي کول او تحریمونو له تور لېست څخه یې د نومونو لرې کول.
درېیم: د دولتي بنسټونو بیا سازماندهي کول: د قانون حاکمیت او اصلاحات، پراختیا او متوازن انکشاف، د کورنیو بیځایه شویو او کډوالو بیا ادغام.
څلورم: امنیت: د ټولو اتباعو لپاره د امنیت ټینګښت همدارنګه د هغو کسانو لپاره چې پخلاینه غواړي او دولت سره مدغم کېږي او سوله کوي.
پنځم: اقتصادي، ټولنیزه پرمختیا او پراختیا: پراخه او پایداره وده، عامه شتمنیو او ځمکو ته مساوي لاسرسی، فساد سره مبارزه، د کاري بوختیاوو ملي برنامې، د کډوالو او پخوانیو جنګیالیو بیا ادغام.
شپږم: د بین المللي ټولنې مشارکت او ملاتړ: مالي دیپلوماتیک ملاتړ، د تحریمونو څخه د نومونو ویستل او د بهرنیو جنګیالیو وضعیت.
اووم: تطبیقي میتود، د بېړنیو موخو ټاکل، لنډمهاله او منځمهاله، او د ترتیباتو او میکانیزمونو تائید او څارنه.
دغه راز ولسمشر په دغه طرحه کې له نړیوالو اسلامي هېوادونو له شورا څخه غوښتنه وکړه، چې د ناتعریف شویو جګړو د پای ته رسېدو له پاره د هغه مرجعو پر وړاندې کلک او یو موټی ودرېږي، چې د جګړې له پاره دیني او اسلامي توجیهات لټوي.
همدارنګه ولسمشر د پاکستان په اړه و ویل، چې افغان حکومت د کډوالو په شمول له پاکستان سره د ټولو ستونزو هوارول غواړي او په دې برخه کې دولت په دولت هر ډول خبرو او مذاکرې ته حاضر دی.
افغان ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې و ویل« نن د طالبانو مشرتابه او هر طالب ته د فیصلې ورځ ده، زما ومنۍ سوله وکړۍ، په عزت یې ومنۍ او راشۍ دا خاوره چې زموږ د خلکو د شهیدانو او قربانیو نتیجه ده، بېرته وساتو.»
جمهورخبري آژانس:کابل