۰
ولسمشر غني د سولې په تړاو د افغان حکومت طرحه وړاندې کړه

اوربند د وشي، طالبان دې په رسمیت وپېژندل شي او ټاکنو ته دې لار هواره شي

چهارشنبه ۹ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۴۰
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل د پروسې په پرانستونکې غونده کې د سولې په تړواو د افغان حکومت د سولې طرحه وړاندې او له طالبانو یې وغوښتل، چې نور سوله وکړي.
اوربند د وشي، طالبان دې په رسمیت وپېژندل شي او ټاکنو ته دې لار هواره شي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل د پروسې په پرانستونکې غونده کې د سولې په تړواو د افغان حکومت د سولې طرحه وړاندې او له طالبانو یې وغوښتل، چې نور سوله وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کابل پروسې غونډه نن چهارشنبې د کب ۹ مه د ولسمشر په وینا په کابل کې پرانستل شوه او ولسمشر د طرحې په لومړۍ ماده کې و ویل، چې په یوه سیاسي چوکاټ کې دې اوربند اعلان، طالبانو د یوه ګوند په توګه په رسمیت وپېژندل شي او دغه راز دې سرتاسري او شفافه ټاکنو ته لار هوار شی.

د ولسمشر د دې دغه طرحې له مخې افغان حکومت د طالبانو د دفتر له پرانیستلو، هغوی ته د پاسپورټونو له صادرولو او په آزاد ډول سفر کولو، د بندیزونو لرې کولو په برخه کې له مرستې، رسنیو ته د لاسرسې د ترتیباتو او د طالبانو د کورنیو له بیرته میشتیدلو سره موافق دی.

ولسمشر غني په دې طرحه کې لاندې مادې رانښغتې:

اول: په یوه سیاسي چوکاټ کې د اوربند اعلان، د یوه ګوند په توګه د طالبانو په رسمیت پېژندل، طالبان دې هم افغان دولت په رسمیت وپېژني معتبرې آزادۍ او شفافه ټاکنې دې تر سره شي.

 دوهم: په یوه قانوني چوکاټ: د اساسي قانون بیاکتنه،
د ولسمشر د دې دغه طرحې له مخې افغان حکومت د طالبانو د دفتر له پرانیستلو، هغوی ته د پاسپورټونو له صادرولو او په آزاد ډول سفر کولو، د بندیزونو لرې کولو په برخه کې له مرستې، رسنیو ته د لاسرسې د ترتیباتو او د طالبانو د کورنیو له بیرته میشتیدلو سره موافق دی.
عدالت او د شکایتونو حل، د قوانینو تصویب او د فرمانونو صادرول، د زندانیانو خوشي کول او تحریمونو له تور لېست څخه یې د نومونو لرې کول.

درېیم: د دولتي بنسټونو بیا سازماندهي کول: د قانون حاکمیت او اصلاحات، پراختیا او متوازن انکشاف، د کورنیو بیځایه شویو او کډوالو بیا ادغام.

څلورم: امنیت: د ټولو اتباعو لپاره د امنیت ټینګښت همدارنګه د هغو کسانو لپاره چې پخلاینه غواړي او دولت سره مدغم کېږي او سوله کوي.

پنځم: اقتصادي، ټولنیزه پرمختیا او پراختیا: پراخه او پایداره وده، عامه شتمنیو او ځمکو ته مساوي لاسرسی، فساد سره مبارزه، د کاري بوختیاوو ملي برنامې، د کډوالو او پخوانیو جنګیالیو بیا ادغام.

شپږم: د بین المللي ټولنې مشارکت او ملاتړ: مالي دیپلوماتیک ملاتړ، د تحریمونو څخه د نومونو ویستل او د بهرنیو جنګیالیو وضعیت.

اووم: تطبیقي میتود، د بېړنیو موخو ټاکل، لنډمهاله او منځمهاله، او د ترتیباتو او میکانیزمونو تائید او څارنه.

دغه راز ولسمشر په دغه طرحه کې له نړیوالو اسلامي هېوادونو له شورا څخه غوښتنه وکړه، چې د ناتعریف شویو جګړو د پای ته رسېدو له پاره د هغه مرجعو پر وړاندې کلک او یو موټی ودرېږي، چې د جګړې له پاره دیني او اسلامي توجیهات لټوي.

همدارنګه ولسمشر د پاکستان په اړه و ویل، چې افغان حکومت د کډوالو په شمول له پاکستان سره د ټولو ستونزو هوارول غواړي او په دې برخه کې دولت په دولت هر ډول خبرو او مذاکرې ته حاضر دی.

افغان ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې و ویل« نن د طالبانو مشرتابه او هر طالب ته د فیصلې ورځ ده، زما ومنۍ سوله وکړۍ، په عزت یې ومنۍ او راشۍ دا خاوره چې زموږ د خلکو د شهیدانو او قربانیو نتیجه ده، بېرته وساتو.»

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي