۰

اسماعیل خېل کاروان لوبډلې د خوست سیالیو اتلولي ترلاسه کړه

پنجشنبه ۲۱ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۶
اسماعیل خېل کاروان لوبډلې د خوست سیالیو اتلولي ترلاسه کړه
د خوست ولایت فوټبال فدراسیون په دغه ولایت کې د فوټبال سیالۍ پيل کړې وې، چې د اسماعیل خېل کاروان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبې ته متون بابا او اسماعیل خېل کاروان لوبډلو لاره موندلې وه، چې اسماعیل خېل کاروان ۲ – ۰ په توپير سیاله لوبډله له مخې لرې کړه.
په دغو سیالیو کې د خوست ولایت ۴۰ لوبډلو ګډون کړی و.
د یادو شویو سیالیو پایلوبې ته د فوټبال ګڼ مینوال هم ورغلي وو.
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین