۰

د پيسو نړيوال صندوق د افغانستان لاس ته راوړنې ستايلې دي

پنجشنبه ۵ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۳۸
د ماليې وزارت وايي، د پیسو نړیوال صندوق د افغانستان لاسته راوړنې او اقتصادي پرمختګونه بریالي یاد کړي او ستایلي یې دي.
د پيسو نړيوال صندوق د افغانستان لاس ته راوړنې ستايلې دي
د ماليې وزارت وايي، د پیسو نړیوال صندوق د افغانستان لاسته راوړنې او اقتصادي پرمختګونه بریالي یاد کړي او ستایلي یې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پیسو نړیوال صندوق (IMF) د زمري میاشتې په درېمه نېټه د یوي مقالي د خپرولو له لارې د سولې په راوستلو، اقتصادي پراختیا او پیاوړتیا، رفاه او ځان بسیاینې، د لوی اقتصاد د مدیریت په پیاوړتیا، له فساد سره د مبارزې، د پیسو د مینځلو او نورو مهمو برخو کې د افغانستان لاسته راوړنې او اقتصادي پرمختګونه ستایلي دي.
په خبرپاڼه کې د پيسو د نړيوال صندوق له لوري د خپرې شوې مقالې پر استناد سره وايي، افغانستان د هغو هېوادونو له لیست څخه وتلی دی چې د پیسو مینځلو او د تروریزم مالي تامین په برخو کې همکاري نه کوي.
په مقاله کې زياته شوې، چې د یوې ښې او ډاډمنې راتلونکې لپاره اړینه ده چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې تر منځ دوه اړخیزه همکاري دوام وکړي.
د پیسو نړیوال صندوق یادې موخې ته ژمن دی او په دې برخه کې له افغان حکومت، نړیوالو شریکانو او نړیوال بانک سره له نږدې کار کوي.
د یادونې وړ ده چې د پیسو نړیوال صندوق د اعتباري اسانتیاوو درې کلن پروګرام د تمدید ((ECF) تر عنوان لاندې په خپلې لومړنۍ څېړنه کې د ۲۰۱۷ کال په مې میاشت کې د لوی اقتصاد د مدیریت د پیاوړتیا، اصلاحاتو او له فساد سره د مبارزې په برخو کې د افغان حکومت کړنې بریالۍ ارزولې وې.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین