۰
کابلوف:

که کابل، او بهرني ځواکونه د داعش پر وړاندې اقدام ونه کړي، روسیه به خپله لاس په کار شي

دوشنبه ۲ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۲۲
د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، که د افغانستان حکومت په دغه هېواد کې مېشت بهرني ځواکونه د داعش وسله والې ډلې پر وړاندې جدي اقدام ونه کړي، روسیه به د دې ډلې پر ضد اقدام وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کابلوف ویلي د داعش د غړیو د شمېر زیاتېدا او د منځنۍ اسیا په هدف په افغانستان کې د اډې د جوړولو لپاره د هغوی هلې ځلې د روسیې لپاره د اندېښنې وړ دي.
نوموړي ویلي، چې د افغانستان حکومت او په دغه هېواد کې مېشت نړیوال ځواکونه، چې د ترهګرو د ځپلو لپاره افغانستان ته راغلي، په جدي ډول د داعش ډله وځپي.
د هغه په وینا که د افغانستان حکومت او بهرني پوځیان د داعش په وړاندې لاس تر زنې کښېني، مسکو به پخپله د دې دلې پر ضد د افغانستان په خاوره کې اقدام وکړي.
د روسیې ځانګړی استازی پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې افغان حکومت او په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو چارواکي وايي، دوی داعش ډله سخته ځپلې او لا یې هم پر وړاندې پوځي عملیات روان دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین