۰

افغان پیلوټان د بلک هاک الوتکو د کارونې لپاره روزل کېږي

شنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۵۹
افغانستان کې مېشت امریکايي چارواکي وايي، افغان پیلوټان به د روان کال په اکټوبر میاشت کې د بلک هاک الوتکو د کارونې په برخه کې روزنه و ویني.
افغان پیلوټان د بلک هاک الوتکو د کارونې لپاره روزل کېږي
افغانستان کې مېشت امریکايي چارواکي وايي، افغان پیلوټان به د روان کال په اکټوبر میاشت کې د بلک هاک الوتکو د کارونې په برخه کې روزنه و ویني.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ویلیم سالوین ویلي، امریکا په ټول کې ۱۵۹ بلک هاک جنګي الوتکې افغانستان ته ورکوي او د همدې لپاره غواړي چې افغان پیلوټان د اکتوبر په لومړیو کې د یادو الوتکو کارونې ته تیار کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه روزنه به د کندهار په هوايي ډګر کې د امریکايي پیلوټانو او روزونکو له لوري تر سره کېږي.
د امریکايي ځواکونو ویاند زیاتوي، چې امریکا د افغانستان د هوايي پوځ روزنې او پیاوړتیا ته ژمنه ده او په دې برخه کې به لا ډېرې مرستې وکړي.
ده ویلي، د دغو الوتکو په رارسېدو او د افغان پيلوټانو په روزل کېډو سره به افغان هوايي ځواک پياوړی شي او د ترهګرو په ځپلو کې به خپله ونډه لا ډېره کړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین