۰

افغان ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې نیپال ته هم ستره ماته ورکړه

پنجشنبه ۲۹ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۲۶
د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د نړیوال جام غوراوي سیالیو په لړ کې نیپال ته په ماتې ورکولو سره درېیمه پرلپسې بریا خپله کړه.
افغان ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې نیپال ته هم ستره ماته ورکړه
د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د نړیوال جام غوراوي سیالیو په لړ کې نیپال ته په ماتې ورکولو سره درېیمه پرلپسې بریا خپله کړه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لوبې چې په سنګاپور کې په لار اچول شوې د نن لوبې پچه نیپال لوبډلې وګټله او لومړی یې افغان لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.
افغان لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۰ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۹۱ منډو هدف وټاکه.
په توپ وهنه کې ابراهیم ځدراڼ ۴۳، نوید عبید ۳۳، طارق ۲۷، نوین الحق ۲۰، عمران محمدي ۱۸ او دروېش رسولي ۱۴ منډې جوړې کړې.
د لوبې په دوهم پاڼې کې له لومړي سره افغان توپ اچونکو د نیپال توپ وهونکي تر فشار لاندې راوستل او په لومړیو ۸ اورونو کې یې نوین الحق او مجیب ځدران ۴ او ۳ لوبغاړي وروسوځول.
د نیپال په لوبغاړو کې تر یوه کس پرته چې ۲۶ منډې یې وکړې، نور یې ټول تر ۶ په کمو منډو وسوځېدل.
د نیپال ټوله لوبډه په ۲۶ اور کې د ۴۹ منډو په کولو سره وسوځېده او په دې سره افغان لوبډلې ترې لوبه د ۱۴۱ منډو په توپیر وګټله.
د افغان توپ اچوونکو له خوا نوین الحق ۴، مجیب ځدراڼ ۴ او یوسف ځاځي او ظاهر خان یو یو لوبغاړی وسوځاوه.
باید و ویل شي، چې افغان لوبډلې تر دې وړاندې مالیزیا او سنګاپور ته هم په لوی توپیر ماتې ورکړې وې.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین