۰
زلمی خلیلزاد:

که چین په رښتیا د افغانستان ثبات غواړي، پر پاکستان دې فشار ډېر کړي

چهارشنبه ۷ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۳۰
په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر زلمی خلیلزاد وايي، که چین په رښتیا د افغانستان ثبات او د روانو جګړو ختمول غواړي، نو باید پر پاکستان فشار ډېر کړي.
که چین په رښتیا د افغانستان ثبات غواړي، پر پاکستان دې فشار ډېر کړي
په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر زلمی خلیلزاد وايي، که چین په رښتیا د افغانستان ثبات او د روانو جګړو ختمول غواړي، نو باید پر پاکستان فشار ډېر کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیلزاد ویلي، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستلو یواځینې لار پر پاکستان فشار راوړل دي، ځکه چې په وینا یې د افغانستان د جګړې تر ټولو ستر لامل او ملاتړی پاکستان دی.
نوموړي وړاندي هم پر امریکا او نړیوالو غږ کړی و، چې که غواړي، د افغانستان جګړه پای ته ورسېږي، نو باید پاکستان اړ کړي، چې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي او د افغانستان د سولې په برخه کې ریښتینې همکاري وکړي.
د خلیلزاد ویلي و، چې په افغانستان کې د افغان ځواکونو او امریکایانو پر وړاندې ټولې جنګېدونکې ډلې په پاکستان کې امن او خوندي پټنځایونه لري او تر هغه چې دغه پټنځایونه موجود وي په افغانستان او سیمه کې د امنیت او تلپاتې ثبات راوستل ناشونی کار دی.
وروسته له هغې چې د چین د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او پاکستان د اړیکو ښه کولو په موخه دغه هېوادونو ته سفر وکړ.
تر دې وروسته د افغانستان لپاره د چین هېواد ځانګړی استازی وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو ښه کېدا د چین لپاره ښه چاپېریال برابروي.
دینګ کشیجون (Dengxijun) ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ ښې اړیکې او په سیمه کې سوله او ثبات د چین په ګټه دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین