۰

ازبکستان وايي د سيمې ثبات د افغانستان له ثبات سره تړلی دی

سه شنبه ۳۰ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۳۳
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سیمې ثبات د افغانستان په ثبات پورې تړلی دی د شانګهای غړي هېوادونه باید د افغانستان د کړکېچ په هوارولو کې مرسته وکړي.
ازبکستان وايي د سيمې ثبات د افغانستان له ثبات سره تړلی دی
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سیمې ثبات د افغانستان په ثبات پورې تړلی دی د شانګهای غړي هېوادونه باید د افغانستان د کړکېچ په هوارولو کې مرسته وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ازبکستان چارواکو زیاته کړې، چې د شانګهای د همکاريو سازمان کې د پاکستان او هند غړيتوب د افغانستان پر وضعيت مستقيم اغېز لري.
د ازبکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال انور ناصروف وايي، د هند او پاکستان غړيتوب د شانګهای د همکاريو سازمان په پراختيا کې مهم رول لري او دا موضوع د افغانستان پر وضعيت هم مستقيم اغېز کوي.
دې ازبک ډيپلوماټ زياته کوې، چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه اوس د بل هر وخت په پرتله په افغانستان کې سياسي، امنيتي، ټولنيز او اقتصادي ثبات ته ډيره لېوالتيا لري، ځکه په خبره يې دا ثبات د ټولو ګاونډيو هېوادونو په ګټه دی.
ناصروف وايي، هيله لري، چې په شانګهای سازمان کې به د پاکستان او هند غړيتوب د افغانستان د کړکېچ د هواري لپاره د يوه سيمه ييز هواري په موندلو کې مرسته وکړي.
نوموړي ټينګار کړي، چې هېواد يې د افغانستان سوله او ثبات د سيمې سوله او ثبات ګڼي او دې موخې ته د رسېدو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو ګټه اخلي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین