۰

غزني کې د ناپېژاندو چورلکو د ناستې موضوع څېړل کېږي

دوشنبه ۸ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۱۲
د ملي دفاع وزارت وايي، په غزني کې د طالبانو تر نفوذ لاندې سيمو کې د ناپېژاندو چورلکو د ناستې موضوع څېړي.
غزني کې د ناپېژاندو چورلکو د ناستې موضوع څېړل کېږي
د ملي دفاع وزارت وايي، په غزني کې د طالبانو تر نفوذ لاندې سيمو کې د ناپېژاندو چورلکو د ناستې موضوع څېړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د غزني د ولایت شورا منشي حسن رضا يوسفي وړمه ورځ ویلي وو چې په غزني کې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې ناپېژانده چورلکې ناسته کوي.
خو د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند محمد رادمنش وايي، که څه هم د دې ادعا د ثبوت لپاره تر اوسه اسناد په لاس نه دي ورغلي، خو يوه پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې دا موضوع وڅېړي.
رادمنش وايي، که رښتيا هم ثابته شي، چې چورلکو د وسله والو د تجهيز لپاره ناستې کړې دي، نو دوی به يې پر وړاندې جدي غبرګون وښيي.
دا په داسې حال کې ده، چې وراته ادعاوې تر دې وړاندې په سرپل، فارياب او بغلان ولايتونو کې هم مطرح شوې وې.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین