۰

کندهار کې ۱۱ افغان پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پنجشنبه ۴ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۴۱
چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې ۱۱ افغان پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کندهار کې ۱۱ افغان پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې ۱۱ افغان پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نښته تېره شپه د کندهار په میوند ولسوالۍ کې وروسته له هغې رامنځ ته شوه، چې طالبانو په سیمه کې د ملي اردو پر پوسته برید وکړ.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وايي، د وسله والو مخالفینو په برید کې د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي او ۸ نور یې ټپیان شوي دي.
خپلواک زیاتوي، چې په جګړه کې وسله والو مخالفینو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو دقیقه شمېره یې ورته معلومه نه ده.
وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
باید و ویل شي، چې دا په روانه اوونۍ کې دوهم ځل دی، چې په کندهار ولایت کې افغان پوځیانو ته درنده مرګ ژوبله اوړي.
څو ورځې وړاندې په شاولي کوټ ولسوالۍ کې هم د ملي اردو پر پوستو د طالبانو په برید کې ۱۱ افغان پوځیان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي و.
جمهورآژانس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین