۰

د ټولګټو چارو وزارت ۱۱ شرکتونه په تور لېست کې شامل کړي

سه شنبه ۲ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۴۴
د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت ۱۱ سرغړونکي شرکتونه په تور لېست کې شامل او عدلي او قضايي ارګانونو ته یې معرفي کړي دي.
د ټولګټو چارو وزارت ۱۱ شرکتونه په تور لېست کې شامل کړي
د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت ۱۱ سرغړونکي شرکتونه په تور لېست کې شامل او عدلي او قضايي ارګانونو ته یې معرفي کړي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ټولګټو چارو وزیر محمود بلیغ نن سه شبنې کابل کې د تېرو ۱۴ میاشتو کړنې او د فساد پر وړاندې د یاد وزارت د مبارزې لاس ته راوړنې له خبریالانو سره شریکې کړې.
نوموړي د فساد سره د مبارزې په برخه کې و ویل ۱۱ هغه شرکتونه چې د ده په وینا کارونو کې یې ناغېړي کړې او د سړکونو جوړلو کیفیت یې په معیار نه و برابر بلک لېست کړي دي.
د ټولګټو چارو وزیر زیاته کړه، چې په تور لېست کې شامل شوي شرکتونو له ډلې ۸ یې ودانیز او درې یې هم لوجستکي شرکتونه دي.
هغه و ویل، چې دغه شرکتونه یې د تدارکاتو د ملي کمېسیون په مرسته په تور لېست کې شامل او عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي دي.
په ورته وخت کې بلیغ د یاد وزارت له کړنو او پروژو هم معلومات وړاندې کړل، چې په وینا یې ۲۲۴ میلیونه ډالره چې شااو خوا ۱۵ میلیارده افغانۍ کېږي له دریو پروژو یې سپما کړې دي.
نوموړی وايي، په دغو پروژو کې د فیض اباد ــ بهارک، دریصوف ــ یکاولنګ او قیصار ــ لامان د سړوکونو پروژې شاملې دي.
د ټولګټو د وزیر په خبره په تېرو۱۴ میاشتو کې یې په ۲۳ ولایتونو کې ۳۹۰ کېلومتره سړک قریزي کړی او ۱۸۱۹ متره پُلونه یې جوړ کړي دي.
د دغه وزارت چارواکي زیاتوي، چې دامهال په ۱۸ ولایتونو کې د ۵۹۸ کېلومتره سړک د قریزي او ۲۴۲ متره پلونو د جوړولو کارونه روان دي.
بلیغ و ویل، چې د سړکونو څارنې او ساتنې ته یې په نویو پلانونه کې ځانګړی ځای ورکړی او دامهال د کابل ــ جلال اباد او همدارنګه د کابل ــ کندهار لویو لارو د بیا ترمیم کارونه روان دي چې د روان کال تر پایه به بشپړ شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین