چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې په یوه پاکستاني موټر کې زرګونه کیلوګرامه چاودېدونکي توکي د پولیسو له لوري کشف او تر لاسه شوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د له چاوېدونکو توکو ډک دغه پاکستاني موټر نن د ننګرهار ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې نیول شوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، نیول شوي توکي امونیم نایتریت دي، چې د ماینونو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کېږي.
نوموړي وايي، یاد توکي په یوه پاکستاني موټر کې چې له پولې پورې غاړې یې یوه کډواله کورنۍ رالېږدوله د کور د توکو لاندې په ماهرانه ډول ځای پر ځای شوي وو.
د والي ویاند زیاتوي، ۶۲۵۰ کیلو ګرامه امونیم نایتریت په ۱۲۵ بوریو کې اچول شوي وو او عصمت الله نومي کس له پاکستانه افغانستان ته راوړي و.
جمهورآژانس:ننګرهار