۰

حکمیتار د لومړي ځل له پاره د رسنیو پر مخ راښکاره شو/ د سولې له پیغام سره راغلی یم نور د زور حکومت نه منم

شنبه ۹ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۱۶
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له څو کلونو وروسته په لومړي ځل په لغمان ولایت کې د رسنیو پر وړاندې وینا وکړه او ویې ویل، چې افغانستان ته د سولې له پیغام سره راغلی او خپل هېواد ته به سوله راولي.
حکمیتار د لومړي ځل له پاره د رسنیو پر مخ راښکاره شو/ د سولې له پیغام سره راغلی یم نور د زور حکومت نه منم
د
هغه طالبانو ته به خطاب کې و ویل« زموږ د ستونزې لومړی حل افغاني دی، بل څوک موږ ته سوله نه شي راوستلی. ستاسو جګړه مو نامشروع ده، که د جهاد اړتیا وي موږ هم دې کار ته چمتو یو. موږ هم یو شمېر هغه کسانو له سولې ډارولو چې له جګړې سره یې ګټې تړلې. د جګړې لمن او ټغر باید ټول شي؛ خو دسولې کار هم ګران دی، ځکه ډيرې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ یې مخالف دي. تاسو یوګام را وړاندې شئ زه دوه ګامه در وړاندې کیږي، هیله لرم دا لړۍ له لغمان او ختیځ نه پيل او بیا ټول هېواد ته ورسیږي. طالبانو ته د وروڼو په توګه وایم او د ورورۍ لاس درکوم چې راځئ د افغانستان د امن لپاره کار وکړو.»
حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له څو کلونو وروسته په لومړي ځل په لغمان ولایت کې د رسنیو پر وړاندې وینا وکړه او ویې ویل، چې افغانستان ته د سولې له پیغام سره راغلی او خپل هېواد ته به سوله راولي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي حکمتیار چې نن د غوايي په ۹ مه یې لغمان کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې و ویل، چې نور باید افغانان د پردیو د ګټو او جګړو قربانی نه شي.
ښاغلي حکمتیار په خپلو کې پر وسله والو طالبانو غږ وکړو چې راشي او د سولې له لارې خپلې غوښتنې مطرح کړي او نور د افغان وژنې څخه ډډه وکړي.
هغه زیاته کړه، چې له لومړي سر کې دوی هم ځینې داسې کسانو د سولې له کولو ډارول چې په وینا یې هغوی په جګړه کې خپلې ګټې پاللې.
هغه طالبانو ته به خطاب کې و ویل« زموږ د ستونزې لومړی حل افغاني دی، بل څوک موږ ته سوله نه شي راوستلی. ستاسو جګړه مو نامشروع ده، که د جهاد اړتیا وي موږ هم دې کار ته چمتو یو. موږ هم یو شمېر هغه کسانو له سولې ډارولو چې له جګړې سره یې ګټې تړلې. د جګړې لمن او ټغر باید ټول شي؛ خو دسولې کار هم ګران دی، ځکه ډيرې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ یې مخالف دي. تاسو یوګام را وړاندې شئ زه دوه ګامه در وړاندې کیږي، هیله لرم دا لړۍ له لغمان او ختیځ نه پيل او بیا ټول هېواد ته ورسیږي. طالبانو ته د وروڼو په توګه وایم
ښاغلي حکمتیار په بلخ کې پر شاهین قول اردو د طالبانو برید وغانده او ویې ویل« تاسو لا ماشومان واست چې موږ د خدای ج د لارې جهاد پیل کړ. راشئ له دغسې جګړې لاس واخلئ، چې قربانیان یې یوازې افغانان دي. زموږ دوستي او دښمني د خدای لپاره ده. که زه د خپل پلار قاتل په سجده و وینم نو همغه شیبه بښنه ورته کوم، په جومات کې پر سجده پراته انسان ډزې نه زغمل کېدونکی عمل دی.»
او د ورورۍ لاس درکوم چې راځئ د افغانستان د امن لپاره کار وکړو.»
ښاغلي حکمتیار په بلخ کې پر شاهین قول اردو د طالبانو برید وغانده او ویې ویل« تاسو لا ماشومان واست چې موږ د خدای ج د لارې جهاد پیل کړ. راشئ له دغسې جګړې لاس واخلئ، چې قربانیان یې یوازې افغانان دي. زموږ دوستي او دښمني د خدای لپاره ده. که زه د خپل پلار قاتل په سجده و وینم نو همغه شیبه بښنه ورته کوم، په جومات کې پر سجده پراته انسان ډزې نه زغمل کېدونکی عمل دی.»
هغه وړاندې زیاته کړه«زه افغانستان ته د سولې د پیغام سره راغلی یم، ټولو ته وایم، تېر هېر کړی راځی له منفي رقابتونو تېر شو، اقتدار ته د رسیدو تېرې تجربې باید تکرار نه کړو او داسې فضا رامنځ ته کړو، چې ټول قومونه او خلک په کې عدالت تر لاسه او د وروڼو په شان سره ژوند وکړي، راځې د سولې
هغه وړاندې زیاته کړه«زه افغانستان ته د سولې د پیغام سره راغلی یم، ټولو ته وایم، تېر هېر کړی راځی له منفي رقابتونو تېر شو، اقتدار ته د رسیدو تېرې تجربې باید تکرار نه کړو او داسې فضا رامنځ ته کړو، چې ټول قومونه او خلک په کې عدالت تر لاسه او د وروڼو په شان سره ژوند وکړي، راځې د سولې له پاره د ورورۍ لاسونه ورکړ، ژمنه وکړ، چې نور په هېواد کې داسې زمینه برابره کړو، چې د قدرت د لېږد له پاره نه یوه مرمۍ وار شي او نه هم یو څاڅکی وینه توې شي، د ملت تصمیم ته احترام وکړو هر څوک یې چې وټاکه هغه به مو مشر وي، موږ یوه مرکزي قوي حکومت ته اړتیا لرو، سهامي قدروت او شرکتونه د هېواد په ګټه نه دي، زه له هرې ډلې سره که هغه په بېرون کې وي او که ننه د یوه قوي نظام د رامنځ ته کولو په برخه کې مرسته کوم، شرط نه اېږدم، د ملت تصمیم ته احترام لرم، نور د زور حکومت هېڅ وخت نه منم، د شوروي زور ته تسلم نه شوم د بل هم نه تسلمېږم، راځی ټول دا توافق وکړو، بین الاافغاني مذاکرات پیل کړو او هېواد ته سوله او امن راولو او د ملي یووالي له پاره کار وکړ.»
له پاره د ورورۍ لاسونه ورکړ، ژمنه وکړ، چې نور په هېواد کې داسې زمینه برابره کړو، چې د قدرت د لېږد له پاره نه یوه مرمۍ وار شي او نه هم یو څاڅکی وینه توې شي، د ملت تصمیم ته احترام وکړو هر څوک یې چې وټاکه هغه به مو مشر وي، موږ یوه مرکزي قوي حکومت ته اړتیا لرو، سهامي قدروت او شرکتونه د هېواد په ګټه نه دي، زه له هرې ډلې سره که هغه په بېرون کې وي او که ننه د یوه قوي نظام د رامنځ ته کولو په برخه کې مرسته کوم، شرط نه اېږدم، د ملت تصمیم ته احترام لرم، نور د زور حکومت هېڅ وخت نه منم، د شوروي زور ته تسلم نه شوم د بل هم نه تسلمېږم، راځی ټول دا توافق وکړو، بین الاافغاني مذاکرات پیل کړو او هېواد ته سوله او امن راولو او د ملي یووالي له پاره کار وکړ.»
هغه په خپلو خبرو کې پر ګاونډیو هېوادونو هم نیوکه وکړه، چې د افغانستان په چارو کې مداخله کوي، او ترې ویې غوښتل، چې نورې خپلې لاسوهنې بندې کړي.
نوموړي پر ولس غږ وکړ، چې نور د څو کسانو د ګټو له پاره ځان قرباني نه کړي او د ګاونډیو او سیمې هېوادونو د مداخلو د مخیوي له پاره سره یو موټی او مخنیوی یې وکړي.
نوموړي پر نړیوالو او په تېره بیا په سترو قدرتونو غږ وکړ، چې افغانستان نور د خپلو نظامي، اقتصادي او نورو شومو رقابتونو او وسلو د ازمویلو په ډګر بدل نه کړي.
جمهورآژانس:لغمان
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین