۰
اتمر:

له دښمن سره مرسته کوونکي کسان به د قانون منګولو ته وسپارل شي

يکشنبه ۳ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۱۹
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر وايي، افغان ځواکونه به په بلخ کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو د برید غچ له وسله والو طالبانو واخلي.
له دښمن سره مرسته کوونکي کسان به د قانون منګولو ته وسپارل شي
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر وايي، افغان ځواکونه به په بلخ کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو د برید غچ له وسله والو طالبانو واخلي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا نه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ښاغلي اتمر دغه څرګندونې د ايران د ملي امنيت شورا له منشي علي شخاني سره په ټيلېفوني خبرو کي کړې چې د بلخ پر پېښې د غمرازۍ لپاره يې کړې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې د ملي امنیت شورا سلاکار ویلي، د امنيتي ځواکونو په ليکو کي غفلت کوونکي او له دښمن سره مرسته کوونکي کسان به د قانون منګولو ته وسپارل شي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ايران د ملي امنيت شورا له منشي علي شخاني پر شاهين قول اردو ترهګريز بريد پر سختو ټکو وغانده.
خبرپانه وايي، ښاغلي شخاني د دې پېښې له امله د افغانستان د ملي امنیت سلاکار، د دولت مشرتابه او خلکو ته د خپل ملت او دولت په استازیتوب د ژورې ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړل.
نوموړي په خپلو خبرو کې یو ځل بیا له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د ګډو سيمه ييزو ګټو د خوندي کولو په موخه له افغان دولت سره د خپل هېواد پر ملاتړ او ژمنتیا ټینګار وکړ.
د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر له ترهګرۍ سره ګډه مبارزه د سیمې د هېوادونو اړتيا وبلله.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین