۰

روسيه غواړي افغان ځواکونو ته ګڼي جنګي چورلکي ورکړي

پنجشنبه ۱۰ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۱۱
د روسيي او فغانستان هوايي ځواک غواړي چي نوي روسي چورلکي افغانستان ته په مناسب ډول ورکړي او په دې اړه خبرې اترې روانې دي.
روسيه غواړي افغان ځواکونو ته ګڼي جنګي چورلکي ورکړي
د روسيي او فغانستان هوايي ځواک غواړي چي نوي روسي چورلکي افغانستان ته په مناسب ډول ورکړي او په دې اړه خبرې اترې روانې دي.
دروسيي د چورلکو د شرکت مشر اندري باګینسکی ویلي، غواړي افغانستان ته د نوو روسي چولکو په لېږد باندې ځانګړی بحث وکړي، ترڅو د افغان هوايي ځواک پیاوړی شي.
نوموړي زیاته کړې، چې دوی به له بحث او موافقې وروسته افغان حکومت په لوړه کچه پرمختللې نوي چورلکي ورکړي.
په ورته وخت کې افغان حکومت هڅه کوي، چې د یوه څلور کلن پلان له مخې هوايي ځواک ته ۲۰۰ چورلکې تر لاسه کړي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ویلي، چې افغانستان یو څلور کلن امنیتي پلان جوړ کړی دی او د دغه پلان د اعلان پر مهال به امریکايي چارواکي هم افغانستان ته سفر کوي.
د وزیري په وینا افغان حکومت به له لوړ رتبه امریکايي پلاوي سره د افغان پوځ د پیاوړتیا په موخه د ۲۰۰ چورلکو غوښتنه وکړي.
ټاکل شوې چې افغان حکومت په نږدې راتلونکې کې څلور کلن امنیتي پلان اعلان کړي.
په دې پلان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه خبرې کېږي او دا هڅه شوې چې د امریکا ملاتړ خپل کړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین