۰

د هلمند دیني عالمانو له وسله والو مخالفینو د سولې غوښتنه وکړه

دوشنبه ۳۰ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۴۱
د هلمند دیني عالمانو او قومي مشرانو د دولت پر وسله والو مخالفینو غږ وکړ، چې له جګړې لاس وخلي او د سولې له پروسې سره یو ځای شي.
د هلمند دیني عالمانو له وسله والو مخالفینو د سولې غوښتنه وکړه
د هلمند دیني عالمانو او قومي مشرانو د دولت پر وسله والو مخالفینو غږ وکړ، چې له جګړې لاس وخلي او د سولې له پروسې سره یو ځای شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دیني عالمانو او قومي مشرانو تېره ورځ د هلمند په مرکز لښکرګاه کې په يوه غونډه کې له وسله والو مخالفینو وغوښتلو چې نور د هېواد د پرمختګ پر وړاندې خنډ نه شي.
د هلمند د عالمانو شورا رييس مولوي خداى نظر په غونده کې ویلي، چې د دې ولايت ديني عالمان د افغانستان له مشروع نظام څخه کلک ملاتړ کوي او له وسله والو مخالفينو څخه غوښتنه کوي چې د سولې له پروسې سره يوځاى شي.
نوموړي زیاته کړې، چې په تېرو څو کلونو کې د همدې جګړو له امله زرګونه کسان وژل شوي او دا لړۍ اوس هم دوام لري.
د قومي مشرانو په استازيتوب بیا عبدالاحد معصومي وويل چې قومي مشران دې له حکومت څخه ملاتړ کوي او له وسله والو مخالفينو غواړي چې د سولې له پروسې سره يوځاى شي.
د قومي مشرانو دغه استازي دا هم ویلي، چې د امنيت د ټينګښت په موخه بايد حکومت په هېواد کې د ګاونډيو هېوادونو د لاسوهنې مخه ونيسي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین