۰

نبي او راشد د هند غوره لیګ کرکټ سیالیو کې واخستل شول

دوشنبه ۲ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۳۱
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوه پیاوړي لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل او راشد خان ارمان د هندوستان غورلیګ IPL سیالیو کې واخستل شول.
نبي او راشد د هند غوره لیګ کرکټ سیالیو کې واخستل شول
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوه پیاوړي لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل او راشد خان ارمان د هندوستان غورلیګ IPL سیالیو کې واخستل شول.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د هندوستان د غوره لیګ سیالیو بولی نن ولګېده، چې په کې محمد نبي او راشد ارمان دواړه، سن رایزرز لوبډله کې اخستل شوي دي.
د هند په غوره لیګ یا تجارتي سیالیو کې راشد خان ارمان د ۴ سوه زره هندي یا ۴۰ میلیونه کلدارو او محمد نبي عیسی خېل بیا د دېرش لکه یا درې میلیونه هندي کلدارو په امتیاز اخیستل شوي دي.
باید وویل شي، چې د نبي او راشد تر څنګ، شهزاد محمدي، اصغر ستانکزی او دولت ځدراڼ نومونه هم دغه بولی ته ورکړل شوي، تر اوسه د کومې لوبډلې له خوا نه دي اخستل شوي.
د هند په غورلیګ سیالیو کې د افغان لوبغاړو اخیستل د ټولو افغانستان له پاره یو لوی ویاړ دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین