۰
افراسیاب خټک:

پاکستان اوس هم د ښو او بدو طالبانو پر دریځ ولاړ دی

يکشنبه ۱ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۲۸
د پاکستان پخوانی سناتور افراسیاب خټک وايي، دغه هېواد اوس هم د ښو او بدو طالبانو پر دریځ ولاړ دی او دا حقیقت له هیچاهم پټ نه دی.
پاکستان اوس هم د ښو او بدو طالبانو پر دریځ ولاړ دی
د پاکستان پخوانی سناتور افراسیاب خټک وايي، دغه هېواد اوس هم د ښو او بدو طالبانو پر دریځ ولاړ دی او دا حقیقت له هیچاهم پټ نه دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي خټګ دغه څرګندونې تیره ورځ دي نیشن ورځپاڼې ته پخپله یوه لیکنه کې کړې دي.
نوموړي په دغه لیکنه کې ویلي«پاکستان پر افغانستان نیوکه کوي او وایي چې د ترهګریزو بریدونو مسوولین په افغانستان کې اوسي خو یو ځل دې خپل ګریوان ته سر ښکته کړي او و دې ګوري چې دلته څوک فعالیت کوي او چا ته خطرونه پېښوي.»
هغه د پاکستان حکومت د ترهګرۍ پرضد پر دوه مخې پالیسۍ سختې نیوکې کړې او زیاته کړې یې ده، چې دغه هېواد اوس هم د ښو او بدو طالبانو پر دریځ ولاړ دی او دا حقیقت له هیچاهم پټ نه دی.
ښاغلي خټک زیاتوي«پاکستان دې پر نورو تر نیوکو مخکې یو ځل خپل ګریوان ته سر ټيټ کړي.»
خټک وايي، په افغانستان کې ډيری فعال جنګیالي چې دد اعش تر بیرغ لاندې فعالیت کوي پاکستانیان دي او له پاکستان افغانستان ته اوښتي دي.
هغه وایي که چېرې په سیمه کې د القاعده په څیر د داعش پراختیا ته سیمه ایز لوبغاړي پخپله ځیر نه شي نو بیا د نړیوالې مداخلې احتمال له نظره نه شي غورځیدای.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین