۰

پاکستان لا هم پر افغان خاوره د توغندیو ویشتل نه دي درولي

يکشنبه ۱ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۵۷
چارواکي وايي، پاکستاني ځواکونو لا هم په افغان خاوره د توغندیو ویشتل نه دي درولي او تر اوسه یې تر ۴۰۰ زیات توغندي ورولي دي.
پاکستان لا هم پر افغان خاوره د توغندیو ویشتل نه دي درولي
چارواکي وايي، پاکستاني ځواکونو لا هم په افغان خاوره د توغندیو ویشتل نه دي درولي او تر اوسه یې تر ۴۰۰ زیات توغندي ورولي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، چې پاکستاني ځواکونو تر اوسه په کنړ او ننګرهار ولایتونو ۴۴۰ توغندي ویشتلي، چې ځینې یې مرګ ژوبله هم لري.
د جمهور آژانس د خبر له مخې یوازې تېره شپه د کنړ پر دوه ولسوالیو د پاکستاني ځواکونو له خوا ۷۰ توغندي ویشتل شوي دي.
د کنړ د والي ویاند عبدالغني مصمم وايي، چې تیره شپه د راکټ شاوخوا ۷۰ مرمۍ د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې د دغه ولایت په سرکاڼو او خاص کنړ ولسوالیو باندې لګیدلې دي.
هغه وویل راکټونه د دغو ولسوالیو په غرنیو سیمو لګیدلي او د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
د عبدالغني مصمم پر وینا ۵۵ راکټونه د سرکاڼو او ۱۵ د خاص کنړ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې لګیدلي دي.
د کنړ د والي ویاند عبدالغني مصمم وايي، د راکټي بریدونو لړۍ نن سهار تر اتو بجو پورې دوام درلود.
په ورته وخت کې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، چې په لعل پوره ولسوالۍ هم تر اوسه د پاکستاني ځواکونو له خوا ۳۷۰ توغندي ویشتل شوي، چې ځینې یې مرګ ژوبله هم لري.
د دوی په خبره د دغه بریدونو له امله سلګونه کورنۍ هم بې ځایه شوې دي.
خوږیاڼی زیاتوي، چې د پاکستان له دغه راکېتي بریدونو یوازینې موخه دا ده، چې په ختیځ کې د داعش پر وړاندې د افغان ځواکونو عملیات له خنډ سره مخ کړي.
پاکستان نه یوازې پر افغان خاوره د توغندیو ویشتل نه دي درولي، بلکې ورسره جوخت یې د تورخم او سپین بولدک سوداګریز بندوره هم له تېرو دوه ورځو راهیسې تړلي، چې سلګونه مسافر دواړو غاړو ته بند پاتې دي.
افغان چارواکو د پاکستان دغه کارونه د ټولو قوانینونو او نورمونو خلاف بللي او وایي، د ديپلوماتیکو لارو هڅه کوي، چې ستونزې حل نه کړي، خو په وینا یې که دا لار کار ورنکړي، افغان ځواکونه چمتو دي، چې هر ډول ځواب یې وکړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین