۰
لاوروف:

روسيه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د ټرمپ د خبرو هرکلی کوي

سه شنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۵۱
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، روسیه د امریکا د نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه څرګندونو هرکلی کوي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یې کړې دي.
روسيه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د ټرمپ د خبرو هرکلی کوي
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، روسیه د امریکا د نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه څرګندونو هرکلی کوي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یې کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې مسکو د ترمپ د دغه وینا سره، چې د ترهګرۍ مبارزه د خپلو کارونو په لومړيتوبونو کې راوستي ده ،او دی او اداره یې په دې اړه دوه ګونی سياست پر مخ نه بيایي هرکلی کوي.
هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې« کچېري موږ واورو چې د ډونالد ټرمپ په بهرني سياست کې به تر ټولو مهمه دنده د ترهګرو سره مبارزه وي. موږ به یې هرکلی وکړو ځکه دا ټول کټ مت هغه څه دي چې تراوسه پورې زموږ د امريکایي ملګرو څخه ورک شوي وه»
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین