۰
بسم الله افغانمل:

ګڼې نړیوالې ترهګرې ډلې په زابل کې فعالیت لري

سه شنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۵۴
د زابل والي بسم الله افغانمل وايي، د لشکر جنګوي العالمي او نورو بهرنیو ترهګرو ډلو وسله وال په زابل ولایت کې فعالیت لري.
ګڼې نړیوالې ترهګرې ډلې په زابل کې فعالیت لري
د زابل والي بسم الله افغانمل وايي، د لشکر جنګوي العالمي او نورو بهرنیو ترهګرو ډلو وسله وال په زابل ولایت کې فعالیت لري.
د جمهور آژانس د خبر له مخې افغانمل ویلي، چې دغه ترهګر د زابل په ده چواپان او ارغنداب ولسوالیو کې فعالیت کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې له دغو ډلو سره، تاجکستاني، چیچن، ازبک او نور جنیګیالي هم شته دي، خو کره شمېره یې نه ده معلومه.
زابل والي په دغه ولایت کې د یادو وسله والو پر شتون اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې که پر وخت یې پر وړاندې اقدام ونه شي، ستونزې په ډېرې کړي.
په ورته وخت کې د زابل د امنیت امر غلام جیلاني فراهي ویلي، چې د بهرنیو جنګیالیو د ۳۰۰ په شاوخوا کې کورنۍ د ارغنداب او خاک افغان په ولسوالیو کې ځای پر ځای شوې دي.
د هغه په وینا که پر وخت دیادو وسله والو پر وړاندې اقدام و نه شي ښایي ستر ګواښونه د زابل په ګډون نورو ولایتونو ته هم جوړ کړي.
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې هم د زابل چارواکو او ولایتي شورا په دغه ولایت کې د بهرنیو ترهګرو وسله والو له فعالیت څخه خبردارۍ ورکړی وو.
جمهورآژانس:زابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین