۰

افغان کرکټ ملي لوبډلې د صحرا جام سیالیو دوهم لوبه هم وګټله

سه شنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۲۹
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د صحرام جام په سیالیو دوهمه لوبه د کوربه متحده عربي اماراتو له ملي لوبډلې څخه په پنځو ویکټو او ۸ توپونو وګټله.
افغان کرکټ ملي لوبډلې د صحرا جام سیالیو دوهم لوبه هم وګټله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د صحرام جام په سیالیو دوهمه لوبه د کوربه متحده عربي اماراتو له ملي لوبډلې څخه په پنځو ویکټو او ۸ توپونو وګټله.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د تېرې شپې د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او سیالې لوبډلې ته یې لومړی د توپ وهنې بلنه ورکړه.
د متحده عربي اماراتو لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۶ منډې وکړې او افغان لوبډلې ته یې ۱۴۷ هدف وټاکه.
د توپ اچونې په برخه کې دولت ځدراڼ ۴، راشد ارمان ۲ او فرید ملک یو لوبغاړی وسوځول، چې تر ټولو ښه توپ اچونه د راشد ارمان وه.
د لوبې په دوهم برخه کې افغان لوبډلې توپ وهنه پیل کړه، چې پیل یې ښه نه و، شهزاد او نجیب الله ترکی زر وسوځېدل او داسې ښکارېده چې دغه لوبه به امارات وګټي.
خو د لوبډل مشر اصغر ستانکزي او سیمع الله شنواري ښې ملګرتیا وکولای شول، چې افغان توپ وهونکي په ۱۸.۴ اور کې ورکړای شوی هدف پوره او لوبه له اماراتو وګټي.
په توپ وهنه کې، سمیع الله شنیواري ۴۲، اصغر ۳۰، کریم جنت ۲۲، شهزاد پنځلس او نجیب الله ځدراڼ ۱۱ ناسوځېدلې منډې وکړې.
باید وویل شي، افغانستان په خپل ګروپ کې اخري او درېیمه لوبه له نیمبیا لوبډلې سره لري، چې د روانې میلادي میاشتې په ۱۹ نېټه به تر سره شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین