۰

د کندهار د پېښې څېړلو له پاره یو بل پلاوی هم وټاکل شو

دوشنبه ۲۷ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۲۹
ولسمشر د کندهار د پېښې د هر اړخیزې څېړنې په موخه د خپل سلاکار محمد داوود ګلزار په مشرۍ یو پلاوی ګومارلی دی.
د کندهار د پېښې څېړلو له پاره یو بل پلاوی هم وټاکل شو
ولسمشر د کندهار د پېښې د هر اړخیزې څېړنې په موخه د خپل سلاکار محمد داوود ګلزار په مشرۍ یو پلاوی ګومارلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کندهار چارواکي وايي، ټاکل شوی پلاوی پرون ماښام کندهار ولایت ته ورسېده.
د دغه پلاوي په ترکیب کې د ګلزار تر څنګ، د اجراييه ریاست، دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، د ملي امنیت ریاست، مشرانو جرګې، ولسي جرګې، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې، لویې څارنوالۍ او د جمهوري ریاست اړوند د اداره امور استازي شامل دي.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک دغه پلاوی به د کندهار د پېښې د هر اړخیزې څېړنې تر څنګ د پېښې د قربانيانو او ټپیانو له کورنیو سره نقدي مرسته هم وکړي چې ۳۰ میلیونه افغانۍ ورته ځانګړې شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، ولسمشر دغه پلاوي ته لارښوونه کړې چې د اړوندو امنیتي ادارو، ولایتي شورا او قومي مشرانو په همکاري د پېښې څېړنه په مسلکي او تخنیکي توګه وکړي او پایله یې ډېر ژر له جمهوري ریاست سره شریکه کړي.
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې د پېښې د څېړلو لپاره د ملی امنیت شورا، کورنیو چارو وزارت او عربي اماراتو پلاوي هم کندهار ته راغلي دي.
د ملي منیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر ویلي و چې د دغې پېښې له نښو نښانو ښکاري چې زموږ پر خلکو او مېلمنو دغه برید د افغانستان د بهرنیو دښمنانو په مرسته تنظیم شوی دی.
نوموړي په څرګنده څوک مشخص نه کړل، خو ویې ویل، څو ورځې نور انتظار په کار دی څود دغې پېښې څېړنه په علمي او تخنیکي ډول وشي او اصلي ريښې ته يې ورسېږي.
د هغه په وینا مهمه پوښتنه دا ده چې چاودېدونکي توکي تر دې ځایه څنګه رسېدلي چې د څېړنې په ترڅ کې به ورته ځواب وموندل شي.
د یادونې ده چې د مرغومي په ۲۱مه د ماښام په شاوخوا ۷ بجو د کندهار ولایت مقام د حرمسرای په مېلمستون کې، په داسې حال کې چاودنې وشوې چې د عربي اماراتو سفیر جمعه محمد عبدالله الکعبي د دغه هېواد له یو شمېر دیپلوماټانو سره کندهار ته راغلی و او د والي مېلمانه وو.
په دغه برید کې د کندهار مرستیال والي عبدالعلي شمیي، پنځه اماراتي دیپلوماتان، افغان دیپلومات یما قریشي، د کندهار د بهرنیو چارو رییس او درې تنه نور وژل شوي او د کندهار د والي او اماراتو د سفیر په ګډون ۱۶ تنه ټپیان شوي وو.
جمهورآژانس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین