۰
هندوستان ټایمز:

نوې ډیلي او کابل د اسلام اباد ګوښه کولو ته لاس یو کړی

شنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۴۴
هندي رسنۍ وايي، هند او افغانستان هڅه کوي، چې د آسیا زړه کنفرانس کې، پاکستان له ترهګرۍ د ملاتړ له امله ګوښه کړي.
نوې ډیلي او کابل د اسلام اباد ګوښه کولو ته لاس یو کړی
هندي رسنۍ وايي، هند او افغانستان هڅه کوي، چې د آسیا زړه کنفرانس کې، پاکستان له ترهګرۍ د ملاتړ له امله ګوښه کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه خبر د هندوستان ټایمز ورځپاڼې په یوه مطلب کې یې دی هند او افغانستان د ترهګرۍ د ملاتړ له امله د پاکستان ګوښه کولو ته یو لاس شوي دي خپور شوی دی.
په مطلب کې ویل شوي، چې نوي ډېلي او کابل نړیوال ټولنې ته د دې پيغام د استولو لپاره چې د سویلي اسیا د نا آرامیو د ستونزو اصلي سرچینه چیرته ده، به هیله ولري چې د آسیا زړه په کنفرانس کې پاکستان د ترهګرۍ د ملاتړ له امله ګوښی کړي.
ورځپاڼه کې ویل شي، دا چې دوی به څومره وکولی شي د چین په حضور کې دغه هدف تر لاسه کړي ډیره ستونزمنه نه ده.
ورځپاڼې په دغه کانفرانس کې د ګډون لپاره په پام کې ده چې نن د افغانستان ولسمشر اشرف غني د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ هند ته ورسیږي.
باید وویل شي، چې د آسیا زړه هېوادونو کنفرانس نن په نوي ډهلي کې پیلېږي، چې سبا به هم دوام ولري.
هندي چارواکو ویلي، چې په دې کنفرانس کې به تر ډېره پورې د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې اترې وشي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین