۰

ولسمشر غني او ولسمشر ټرمپ تلېفوني خبرې وکړې

شنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۱۱
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ تلېفوني خبرې اترې کړې دي.
ولسمشر غني او ولسمشر ټرمپ تلېفوني خبرې وکړې
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ تلېفوني خبرې اترې کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ټرمپ د واک د لېږد د ټیم له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه خبرې تېره ورځ تر سره شوې او دواړو مشرانو له ترهګرۍ سره پر جدي مبارزه برې وکړې.
د سرچینې د معلوماتو دواړو مشرانو په دغه خبرو کې هغه جدي ګواښونه په ګوته کړل، چې دواړه هېوادونه ورسره لاس او ګرېوان دي.
خبرپاڼه وايي، دواړو مشرانو ژمنه کړې چې له ترهګرۍ سر به ګډه مبارزه کوو او په دې تړاو به امریکا او افغانستان له نېږدې کار کوي.
باید وویل شي، چې د ټرمپ له ولسمشر کېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې افغان حکومت د امریکا له نوي منتخب ولسمشر سره اړیکه نیسي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین