۰
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر:

د ټاکنو په تړاو به هره موضوع له رسنیو او ولس سره شریکوو

دوشنبه ۸ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۳۰
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون نوی رییس نجیب الله احمدزی وايي، هڅه به وکړي، چې راتلونکې ټاکنې رڼې او شفافې تر سره او د ټاکنو په تړاو هره موضوع له رسنیو او ولس سره شریکه کړي.
د ټاکنو په تړاو به هره موضوع له رسنیو او ولس سره شریکوو
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون نوی رییس نجیب الله احمدزی وايي، هڅه به وکړي، چې راتلونکې ټاکنې رڼې او شفافې تر سره او د ټاکنو په تړاو هره موضوع له رسنیو او ولس سره شریکه کړي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ښاغلي احمدزي چې نن د خپل کار د پیل په لومړی ورځ په کابل کې خبري غونډه درولوده وویل، چې د کمېسیون ټول غړي بې طرفه دي او په ټاکنو کې به هم خپله بې طرفي وساتي.
نوموړي زیاته کړه، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون به هڅه وکړي، چې د ولسي جرګې راتلونکې ټاکنې او د ولسمشرۍ ټاکنې په ښه او رڼه توګه تر سره کړي.
نوموړي د شفافه ټاکنو د تر سره کېدو په برخه کې له رسنیو، سیاسي احذابو، مدني فعالانو او نورو بنسټو وغوښتل، چې مرسته ورسره وکړي.
هغه په خپلو خبرو کې وویل«موږ به هڅه وکړ، چې راتلونکې ټاکنې په
هغه په خپلو خبرو کې وویل«موږ به هڅه وکړ، چې راتلونکې ټاکنې په شفافه ډول او داسې تر سره شي، چې ولس ته د منلو وړ وي، موږ به د ټاکنو په اړه هېڅ موضوع له رسنیو او ولس څخه پټه نه کړو، بلکې هر څه به رڼه او شفاف وي، ځکه دا د ولس د هر وګړي حق دی، چې له دې ولسي پروسې باخبره وي.»
شفافه ډول او داسې تر سره شي، چې ولس ته د منلو وړ وي، موږ به د ټاکنو په اړه هېڅ موضوع له رسنیو او ولس څخه پټه نه کړو، بلکې هر څه به رڼه او شفاف وي، ځکه دا د ولس د هر وګړي حق دی، چې له دې ولسي پروسې باخبره وي.»
په ورته وخت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون نوي مشر کورنیو او بهرنیو څارونکو بنسټو هم وغوښتل، چې د ټاکنو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.
هغه وویل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیونو کورنیو او بهرنیو ناظرینو ته اړتیا لري تر څو د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د راتلونکو ټاکنو څارنه وکړي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر د شفافو، رڼو، پر وخت او د ټولو خلکو په ګډون ټاکنو تر سره کېده هغه مهال شونې وبلله، چې په وینا یې امنیت خوندي شي.
هغه دا هم وویل، چې هڅه به وکړي، هغه نیمګړتیاوې چې په تېر کې وې، د ټاکنو د نوي قانون او د کمېسیونونو د کمېشنرانو په هڅو پوره کړي.
باید وویل شي، چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون او د شکایتونو د کمېسیون له پاره نوي کمېشنران وټاکل شول او د ولسمشر پر وړاندې یې لوړه وکړه.
دوی تېره ورځ خپل رسمي کار پیل کړ او د کار له پیل سره سم یې په خپل منځي ټاکنو کې نجیب الله احمدزی د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د رییس او وسیمه بادغیسې د مرستیالې په توګه وټاکل.
همداراز د دغه کمېسیون په داخلي انتخاباتو کې عبداقادر قریشي د اداري مرستیال او ګلا جان بدیع د کمیسیون د منشي او ویندوی په توګه ګومارل شوي دي.

جمهورآژانس: کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین