۱

نجیب الله احمدزی د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رییس شو

دوشنبه ۸ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۳۹
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون نویو ټاکل شویو غړیو نجیب الله احمدزی د دغه کمېسیون د رييس او وسیمه بادغیسي د مرستیالې په توګه وټاکل.
نجیب الله احمدزی د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رییس شو
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون نویو ټاکل شویو غړیو نجیب الله احمدزی د دغه کمېسیون د رييس او وسیمه بادغیسي د مرستیالې په توګه وټاکل.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د شکایتونو اورېدو کمېسیون نویو غړو تېره ورځ رسمآ خپل کار پیل کړ.
دوی د کار په لومړی ورځ په خپل منځي ټاکنو کې نجیب الله احمدزی د کمېسیون د رییس او وسیمه بادغیسې د مرستیالې په توګه وټاکل.
همداراز د دغه کمېسیون په داخلي انتخاباتو کې عبداقادر قریشي د اداري مرستیال او ګلا جان بدیع د کمیسیون د منشي او ویندوی په توګه ګومارل شوي دي.
باید وویل شي، چې نجیب الله احمدزی، وسیمه بادغیسي، ملیحه حسن، رفېع الله بېدار او معاذالله دولتي ۵ ورځې وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د غړیو په توګه وګومارل شول.ګ
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین