۰
هلمند والي:

د طالبانو د رهبرۍ شورا لا هم په کوټه او پېښور کې ده

يکشنبه ۷ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۰۵
د هلمند والي د اسوشتید پریس هغه راپور په کلکه رد کړ، چې ویلي یې و، طالبانو د کوټې شورا د افغانستان جنوبي ولایتونو ته لېږدولې ده.
د طالبانو د رهبرۍ شورا لا هم په کوټه او پېښور کې ده
د هلمند والي د اسوشتید پریس هغه راپور په کلکه رد کړ، چې ویلي یې و، طالبانو د کوټې شورا د افغانستان جنوبي ولایتونو ته لېږدولې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې هلمند والي حیات الله حیات وايي، د طالبانو رهبري شورا لا هم په کوټه کې ده او ټول مشران یې هلته تګ راتګ لري.
تېره ورځ اسوشتید پریس د طالب سرچینو له قوله راپور ورکړ، چې طالبانو خپله شورا د افغانستان جنوبي ولایتونو په تېره بیا هلمند ته لېږدولې ده.
د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد هم یاد آژانس ته د دغه خبر پخلی کړی و، خو د هلمند والي حیات الله حیات دغه څرګندونې په کلکه رد کړې دي.
هلمند والي زیاته کړې، چې د طالبانو رهبري
ښاغلي حیات په خپلو خبرو کې وویل« طالبان لا هم په پاکستان کې امن ځایونه لري، هلته یې مرکزونه دي، او له هغه ځایه په افغانستان کې جګړه رهبري کوي.»
شورا لا هم کوټه کې ده او ډېری مشران او قوماندانان یې هلته ژوندی کوي او له هغه ځایه خپل فعالیتونه تنظیموي.
ښاغلي حیات په خپلو خبرو کې وویل« طالبان لا هم په پاکستان کې امن ځایونه لري، هلته یې مرکزونه دي، او له هغه ځایه په افغانستان کې جګړه رهبري کوي.»
هغه د هلمند له پاره د طالبانو نومول شوی والي د بېلګې په توګه یاد کړ او ویې ویل، چې د هلمند لپاره د طالبانو نومول شوی والي اونور کسان اوس هم کوټې ته تګ راتګ کوي او اوس هم د وسله والو طالبانو لوړ رتبه مشران او قومندانان په کوټه او پېښور کې ژوند کوي.
د هلمند والي مني، چې طالبانو هڅه کوله لښکرګا سقوط کړي او د کوټې شورا هلمند ته را ولېږدوي، خو په وینا یې دوی په دې کار بریالي نه شول.
ارګ هم وايي د طالبانو شورا تر دې دمه په کوټه کې ده او افغانستان ته نه ده لېږدول شوې.
د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال وايي طالبان په دې نه دي بریالي شوي چې خپل مرکزونه له کوټې افغانستان ته را انتقال کړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین