۰
د زابل د ولایتي شورا غړي:

زابل ته بهرني جنګیالي له خپلو کورنیو سره راغلي دي

شنبه ۶ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۵۶
د زابل د ولایتي شورا غړي وايي، د دغه ولایت څلورو ولسوالیو ته بهرني وسله وال له خپلو کورنیو سره راغلي او ځای پر ځای شوي دي.
زابل ته بهرني جنګیالي له خپلو کورنیو سره راغلي دي
د زابل د ولایتي شورا غړي وايي، د دغه ولایت څلورو ولسوالیو ته بهرني وسله وال له خپلو کورنیو سره راغلي او ځای پر ځای شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولایتي شورا غړو ویلي، چې دغه بهرني وسله وال په ده چوپان، خاک افغان، نوبهار او میزان ارعنداب ولسوالیو کې ځای پر ځای شوي.
د ولایتي شورا د غړو په خبره له دغه بهرنیو جنګیالیو سره د هغوی کورنۍ هم دي او په یادو سیمو کې د مرکزونو په جوړولو بوخت دي.
د زابل ولایتي شورا ګواښ کوي که ددغو کسانو مخنیوی و نه شي، هغوی به خپل قدرت او فعالیت ډېر کړي او له منځه وړل به یې ستونزمن شي.
په ورته وخت کې د زابل امنیه قوماندان هم ویلي، چې دغه ولسوالیو ته شپږ میاشتې وړاندې د القاعده شبکې غړي راغلي او هلته د مرکزونو په جوړولو لګیا دي.
امنیه قومندان هم وايي بهرني وسله وال شته دي خو په خبره یې تر اوسه دا نه ده معلومه چې دوی داعشیان دي که د القاعده شبکې غړي.
د هغه په وینا د دغو وسله والو شمېر سلګونو کسانو ته رسېږي چې کورنۍ او ماشومان یې هم ورسره دي.
امنیه قومندان په باور چې دغو کسانو تر اوسه کوم حرکت نه دی کړی خو د راتلونکې لپاره خورا خطرناک دي.
باید وویل شي یوه اوونۍ وړاندې د زابل د ولایت شورا مشر هم ویلي و، چې زابل ته داعش وسله وال راغلي او د سیمې په کچه یې مرکزونه جوړ کړي دي.
دغه راز د زابل والي بسم الله افغانمل هم ویلي و، چې په ځینو سیمو کې د سپین بیرغ پر ځای تور او په ځینو سیمو کې د تور بیرغ پر ځای سپین بیرغ پورته شوی دی.
جمهورآژانس:زابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین