۰

هندوستان، پاکستان ته د بهېدونکو اوبو مخه نیسي

شنبه ۶ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۳۶
د هند لومړی وزیر نریندرا مودي وايي، د هند د هغو اوبو مخه به ونیسي، چې دا مهال پاکستان ته په وړیا روانې دي.
هندوستان، پاکستان ته د بهېدونکو اوبو مخه نیسي
د هند لومړی وزیر نریندرا مودي وايي، د هند د هغو اوبو مخه به ونیسي، چې دا مهال پاکستان ته په وړیا روانې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي مودي دغه څرګندونې د جمعې په ورځ د پنجاب په بټنډه ښار کې د یوې غونډې پر مهال وکړې.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، چې د هند اوبه باید نور په وړیا پاکستان ته ونه بهېږي او مخه یې باید ونیول شي.
ښاغلي مودي زیاته کړه« اباسین په اوبو کې زموږ د کروندګرو حق دی. حکومت یوه ضربه قوه جوړه کړې چې له پاکستان سره د اباسین د معاهدې پر اساس دغه هیواد ته د بهېدونکو اوبو په اړه څېړنه وکړي او په دې اړه نظر ورکړي چې هند له دغو اوبو څرنګه ډېر تر ډېره استفاده کولی شي.»
د ده حکومت به کروندګرو ته د پرېمانه اوبو د برابرولو لپاره اقدام وکړي اود هند پر تېرو حکومتونو نیوکه وکړه چې پاکستان ته یې اوبه پرې ایښي او خپل کروندګر یې له اوبو محرومه کړي دي.
باید وویل شيو چې پاکستان او هند په ۱۹۶۰ م کال د اوبو د وېش پر سر موافقه لاسلیک کړه.
د دې معاهدې پر اساس له هند څخه د پاکستان پنجاب ته د بیاس، راوي او سوتلج سیندونو کنټرول د هند په لاس کې دی خو د اباسین، چُناب او جهلم واک پاکستان ته ورکړای شوی دی.
هند د اباسین یوازې په سلو کې ۳۰ اوبه کاروي خو ښاغلي مودي د هندي پنجاب ایالتي جرګې ته وویل چې حکومت به یې پرېنږدي چې د اباسین یو څاڅکی پاکستان ته وبهېږي او د دې پر ځای به دا اوبه جمو او کشمیر، پنجاب او نورو سیمو ته ورکړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین