امنیتي چارواکي وایي، پلازمېنه کابل کې یوه چاودنه شوې، چې له امله یې یو تن ټپی شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن غرمه څه کم ۱۱ بجې د کابل ښار د تایمنیو په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویان د صدیق صدیقي وايي، چاودنه په یوه کرولا ډوله موټر کې د مقناطسي ماین له امله رامنځ ته شوې.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې یو تن ولسي وګړی ټپي شوی او د سیمې ځای ته مرستندویه ډله رسېدلې ده.
تر اوسه د دغه چاودنې د کره مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته او نه یې هم مسؤولیت چا پر غاړه اخیستی.
د خبر بشپړ جزیات به وروسته په لیکه شي.
جمهورآژانس:کابل