۰

پاکستان غواړي له هند سره د کشمیر د مسلې پر سر خبرې وکړي

يکشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۳۱
د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ویلي، هېواد یې غواړي له هند سره د کشمیر مسلې پر سر خبرې وکړي، خو په وینا یې په دې شرط چې هند وغواړي په دې اړه جدي خبرې وکړي.
پاکستان غواړي له هند سره د کشمیر د مسلې پر سر خبرې وکړي
د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ویلي، هېواد یې غواړي له هند سره د کشمیر مسلې پر سر خبرې وکړي، خو په وینا یې په دې شرط چې هند وغواړي په دې اړه جدي خبرې وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د نواز شریف دغه څرګندونې انډین ټایمز ورځپاڼې راخیستې او ویلي یې دي، چې پاکستان د هند سره د متقابلې مبارزې توان نه لري.
نواز شریف د کشمیر مسله په سیمه کې د نارامۍ لوی لامل دی او تينګار یې کړی چې هېواد یې په سوله ییزه توګه د کشمیر د لانجې هوارولو ته ژمن دی.
د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ویلي تر هغه چې د کشمیر مسئله په سوله ییزه توګه حل نه شي په سیمه کې به نارامۍ هم همداسې دوام لري.
خو انډین ټایمز ویلي پاکستان دهند سره د متقابلي مبارزې توان نه لري، هغوی ته نړۍ والي ستونزې او په افغانستان کې د روان جنګي بهران مسؤلیت تور ورپورې شوی، کیدای شي ډیر ژور د یوه نوي بدلون په لوراقدام وکړي.
نواز شریف دغه څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې تېره ورځ د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین او د هند لومړي وزیر نریندارا مودي په یوه ګډه اعلامیه کې خبردارۍ ورکړی، چې نور یې د ترهګرو او د هغو د ملاتړو پر وړاندې د صبر کاسه ډکه شوې او په دې اړه هېڅ زغم نشته.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین