۰
پوتین او مودي:

د ترویستانو او د هغو د ملاتړ کوونکو له پاره نور هېڅ زغم نشته

يکشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۰۰
هند او روسیې په نظامي او اقتصادي برخو کې شپاړس تړونونه لاسلیک کړل، او ویې ویل، چې د ترویستانو او د هغو د ملاتړ کوونکو له پاره یې نور د صبر کاسه ډکه شوې ده.
د ترویستانو او د هغو د ملاتړ کوونکو له پاره نور هېڅ زغم نشته
هند او روسیې په نظامي او اقتصادي برخو کې شپاړس تړونونه لاسلیک کړل، او ویې ویل، چې د ترویستانو او د هغو د ملاتړ کوونکو له پاره یې نور د صبر کاسه ډکه شوې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه تړونونه تېره ورځ د بریکس په غونډه کې د روسي او هندي چارواکو تر منځ لاسلیک شوي دي.
په دغه ناسته کې د روسیې او هند مشرانو
په شویو تړونو کې یو دا چې دواړه هېوادونه به په ګډه دوه سوه نظامي هیلکوپتر جوړوي ، هند به د روسیې نه د خپلو بحري ځواکونو لپاره پرمختللې جنګي کښتي اخلي چې په آسانۍ سره نه شي کشف کېدای او درېیم دا چې هند به د روسیې نه د توغندیو د دفاع سیستم اخلي چې د پاکستان او چین تر منځ په سرحدونو کې به خپلې دفاعي چارې نورې هم قوي کړي.
سره وکتل او د غونډې ګډوالو ته یې په خپلو سرحدونو کې د تروریزم په هکله خپله اندیښنه څرګنده او شریکه کړه.
په شویو تړونو کې یو دا چې دواړه هېوادونه به په ګډه دوه سوه نظامي هیلکوپتر جوړوي ، هند به د روسیې نه د خپلو بحري ځواکونو لپاره پرمختللې جنګي کښتي اخلي چې په آسانۍ سره نه شي کشف کېدای او درېیم دا چې هند به د روسیې نه د توغندیو د دفاع سیستم اخلي چې د پاکستان او چین تر منځ په سرحدونو کې به خپلې دفاعي چارې نورې هم قوي کړي.
د انرژۍ به برخې کې به د روسیې د تیلو د تر ټولو غټې کمپنۍ ،روس نفت د هند د اسار آئیل په کمپنۍ کې د دیارلس میلیارده ډالرو په ارزښت سهم اخلي.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د بریکس د غړیو هېوادونو د مشرانو سره په غونډې کې غوښتنه وکړه، چې په غونډې کې دې د تروریزم سره د مبارزې په هکله هم بحث وشي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي تر ملاقات وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې وویل، چې د ترویستانو او د هغو د ملاتړ کوونکو له پاره یې نور د صبر کاسه ډکه شوې او په دې اړه هېڅ زغم نشته.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین