۰

د کندهار د کار او ټولنيزو چارو رییس وژل شوی

يکشنبه ۱۴ سنبله ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۰۷
چارواکي وایي، د کندهار ولایت د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو رییس د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا وژل شوی دی.
د کندهار د کار او ټولنيزو چارو رییس وژل شوی
چارواکي وایي، د کندهار ولایت د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو رییس د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا وژل شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک زیاتوي، چې دغه پېښه تېره شپه د کندهار ښار په عینو مېنه سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو ریيس نظرعلي قاطع په مرموز ډول وژل شوی دی.
د والي ویاند وایي، په دې تړاو یو تن له موټر او وسلې سره یو ځای په زابل ولایت کې نیول شوی او پلټنې روانې دي.
ویل کېږي نظر علي قاطع په ډزو وژل شوی او مړی يې د دوهمې عينو مېنې په ځنګل کې موندل شوی دی.
باید وویل شي، چې نظر علي قاطع له تېرو څلورو کلونو راهيسې د کندهار ولايت د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو د ریيس په توګه دنده لرله.
تر اوسه پورې د دغه وژنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورآژانس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین