۰

پولیسو په ننګرهار کې ۱۵۵۳کیلوګرامه چرس نیولي

يکشنبه ۷ سنبله ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۴۲
امنیتي چارواکي وايي، د ننګرهار پولیسو په دغه ولایت کې له یوه موټر څخه له یو نیم زر کیلوګرامه زیات خام چرس نیولي دي.
پولیسو په ننګرهار کې ۱۵۵۳کیلوګرامه چرس نیولي
امنیتي چارواکي وايي، د ننګرهار پولیسو په دغه ولایت کې له یوه موټر څخه له یو نیم زر کیلوګرامه زیات خام چرس نیولي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال زیاتوي، چې دغه چرس په یوه هینو ډوله موټر کې د تورخم جلال اباد په لویه لاره د پولیسو له خوا نیول شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، دغه ۱۵۵۳ كېلو ګرامه خام چرس د جلال اباد ـ تورخم لويې لارې ساتونکو د غني خیلو ولسوالۍ په مارکو سیمه کې له یو هینو ډوله موټر څخه نيولي دي.

د هغه په وینا نیول شوي نشه یي توکي په ډېر مهارت سره د بوسو په بوجیو کې ځای پرځای شوي وو چې په تړاو یې دوه مشکوک کسان هم نیول شوي دي.
په ورته وخت کې مشرقیوال وايي، پولیسو د یو لړ نورو پلټنو پرمهال د سرخرود ولسوالۍ په مربوطاتو کې له یوه کور څخه ۹ کیلو ګرامه چرس ترلاسه کړي دي.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین