۰
دفاع وزیر:

که نړیوالې مرستې سمې لګول شوې وای اوس په وسله وال پوځ نور هم پیاوړی و

پنجشنبه ۴ سنبله ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۴۳
د ملي دفاع وزير ستر جنرال عبدالله حبيبي وايي، افغان هوايي ځواک پياوړى دی او په ټول هېواد کې د عملیاتو وړتیا لري.
که نړیوالې مرستې سمې لګول شوې وای اوس په وسله وال پوځ نور هم پیاوړی و
د ملي دفاع وزير ستر جنرال عبدالله حبيبي وايي، افغان هوايي ځواک پياوړى دی او په ټول هېواد کې د عملیاتو وړتیا لري.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي حبیبي دغه څرګندونې تېره ورځ کابل کې د افغانستان د هوايي ځواک د تاسيس د ۹۵مې کليزې په مناسبت جوړه شوې غونده کې وکړې.
نوموړي وویل، چې د افغانستان هوايي ځواک ډېر پياوړی شوی او کولای شي د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې هوايي عمليات ترسره کړي خو که د هېواد له وسله وال پوځ سره د نړيوالې ټولنې مرستې سمې لګول شوې وای، اوس به دغه ځواک نور هم پياوړى و.
ستر جنرال عبدالله حبيبي وويل«اوس د څو کلونو مخکې په پرتله هغه زياته کړه: "د افغانستان هوايي ځواک روان کال د هېواد په ګوټ ګوټ په ځانګړي ډول د هلمند، ارزګان، ننګرهار او کندوز د جګړو پر مهال وښوده چې په ډېره مېړانه د افغان مځکنيو ځواکونه ملاتړ ته وردانګي؛ نو له همدې کبله موږ د افغانستان د خاورې او وطن دښمنانو ته کلکه ماته ورکړه..«
باید وویل شي، چې د افغانستان هوايي ځواک په ۱۳۰۰ هجري لمريز کال کې د غازي امان الله خان د واکمنۍ پر مهال تاسيس او په ۱۳۰۳ کال کې يې له روسيې دوې الوتکې وپېرلې.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین