۰

ننګرهار کې ۵۸ داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

پنجشنبه ۲۱ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۳۳
د افغان پوځ چارواکي وایي، په ننګرهار ولایت کې د هوايي او ځمکنیو بریدونو په تر څې ۵۸ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
ننګرهار کې ۵۸ داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د افغان پوځ چارواکي وایي، په ننګرهار ولایت کې د هوايي او ځمکنیو بریدونو په تر څې ۵۸ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په ختیځ د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي دفتره زیاتوي، چې داعش ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې ده.
له دغه دفتر نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، افغان ځواکونو د قهر سېلاب د عملیاتو په لړ کې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې پر داعش ځمکني او هوايي بریدونه وکړل.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه بریدونو کې ۳۲ داعش وسله وال وژل شوي او ۲۶ تنه نور یې ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلې، چې د داعش یوه اندازه وسلې هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې، خو داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
داعش ته دغه مرګ ژوبله پر داسې مهال اوړوي، چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولس په هند کې خبریالانو ته ویلي، چې په ننګرهار ولایت کې د تېرو دوه اونیوپه ترڅ کې ۳۰۰ داعش وسله وال وژل شوي او دا ډله ډېره کمزورې شوې ده.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین