۰

امريکا د پاکستان جماعت الاحرار ډله د ترهګرو په لېست کې شامله کړه

پنجشنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۵۲
امريکا د پاکستاني طالبانو يوه ډله (جماعت الاحرار) د ترهګرو ډلو په تور لېست کې شامله کړه.
امريکا د پاکستان جماعت الاحرار ډله د ترهګرو په لېست کې شامله کړه
امريکا د پاکستاني طالبانو يوه ډله (جماعت الاحرار) د ترهګرو ډلو په تور لېست کې شامله کړه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، دغه پاکستانۍ ډله د ترهګرو ډلو په لېست کې شامله شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغې ډلې امريکايي وګړو، د دغه هېواد بهرنۍ تګلارې، اقتصاد او ثبات هم له ګواښ سره مخ کړي دي.
دغه وزارت ويلي چې په دغه کار سره نور خلک هم هڅول کېږي چې د ترهګرو ډلو پر ضد اقدامات وکړي او له دې اقدماتو سره ترهګرې ډلې يواځې کېږي.
د ترهګرو په لېست کې تر شاملېدو وروسته په امريکا کې د دې ډلې د غړو او پلويانو شتمنۍ کنګل کېږي او د دې ډلې پر مشرانو بنديزونه هم لګول کېږي.
د يادونې ده، د جماعت الاحرار ډله د ٢٠١٦ کال په مارچ کې د پاکستان په پېښور کې د امريکا د کونسلګرۍ د دوو پاکستاني مامورينو د وژلو مسووليت پر غاړه اخيستى و.
جماعت الاحرار په ٢٠١٤ زېږديز کال کې د پاکستاني طالبانو له ډلې (ټي ټي پي) څخه جلا شوې ډله ده او د پاکستان حکومت ادعا کوي چې دغه ډله پر لږه کيو، عامو خلکو او امنيتي ځواکونو بريدونو کې لاس لري.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین