۰
کرزی:

طالبان دې د سولې پروسې سره یوځای شي، چې د امریکا وتلو ته لار هواره شي

چهارشنبه ۱۳ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۲۰
مخکنی افغان ولسمشر حامد کرزی وایي، که طالبان غواړي، چې د امریکا وتلو ته لار هوار شي باید د سولې له پروسې سره یو ځای شي.
طالبان دې د سولې پروسې سره یوځای شي، چې د امریکا وتلو ته لار هواره شي
مخکنی افغان ولسمشر حامد کرزی وایي، که طالبان غواړي، چې د امریکا وتلو ته لار هوار شي باید د سولې له پروسې سره یو ځای شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلی کرزي دغه څرګندونې له آلمانۍ ټلویزیوني شبکې، دویچوله سره په مرکه کې کړې دي.
پخواني ولسمشر، حامد کرزي ویلي چې طالبانو هم د همدې خاورې بچیان او همدلته زېږېدلي، او پر طالبانو یې غږ کړی، چې که موخه یې له افغانستانه د امریکا وتل وي، نو د سولې له پروسې سره دې یوځای شي.
حامد کرزي ویلي، چې له افغانستانه د امریکا وتل، د سولې او خبرو اترو له لارې کېږي او له طالبانو یې غوښتي، چې که موخه یې د امریکا وتل وي، نو د سولې له پروسې سره دې یوځای شي.
ښاغلی کرزي، طالبانو غږ کړی، چې خپل هېواد ته راوګرځي او نور د بهرني استثمار له منګولو ځانونه خلاص کړي.
هغه له افغانستان سره د پاکستان د اړیکو په باب ویلي، چې افغانستان کې د جهاد تر بریالي کېدو وروسته اسلام اباد هېڅکله د کابل پر وړاندې سمه پالیسي غوره نه کړه.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین