۰

د داعش قوماندان چې خلک یې به بمونو الوزول وژل شوی

شنبه ۲ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۵۲
امنیتي چارواکي وايي په ننګرهار ولایت کې د داعش وسله والې ډلې هغه قوماندان چې تېر کال یې قومي مشران او سپین ږیري په بمونو الوزولي و وژل شوی دی.
د داعش قوماندان چې خلک یې به بمونو الوزول وژل شوی
امنیتي چارواکي وايي په ننګرهار ولایت کې د داعش وسله والې ډلې هغه قوماندان چې تېر کال یې قومي مشران او سپین ږیري په بمونو الوزولي و وژل شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د داعش ډلې تېر کال د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې ۱۳ تنه قومي مشران او سپین ږیري په بمونو کېنولي او الوزولي وو.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، افغان هوايي ځواک تېره شپه د داعش ډلې پر ځینو پټنځایونو بریدونه وکړل.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه بریدونو کې د دوه قوماندانانو په ګډون ۸ داعش وسله وال وژل شوي دي.
دی وایي په وژل شویو کسانو کې هغه داعش قوماندان هم شامل دی، چې په اچین ولسوالۍ کې یې قومي مشران او سپین ږیري په بمونو کېنولي و او وروسته یې په چاودنو وژلي وو.
په ننګرهار کې دغه داعش قوماندان پر داسې مهال وژل کېږي، چې د داعش یو بل مرستیال قوماندان له جګړې لاس په سر او له افغان حکومت سره یو ځای شوی دی.
دغه قوماندان صداقت نومېږي او وایي وروسته هغې چې د داعش ظلمونه یې ولیدل، پرېکړه یې وکړه، چې له جګړې لاس واخلي او له حکومت سره یو ځای شي.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین