۰

ننګرهار کې ۲۸ داعش وسله وال وژل شوي

چهارشنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۳۷
په ختیځ کې د افغان پوځ چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د عملیاتو پر مهال ۲۸ داعش وسله وال وژل شوي دي.
ننګرهار کې ۲۸ داعش وسله وال وژل شوي
په ختیځ کې د افغان پوځ چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د عملیاتو پر مهال ۲۸ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر زیاتوي، چې دغه داعشیان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې وژل شوي دي.
له یادې قول اردو نه خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې افغان ځواکونو په کوټ او اچین ولسوالۍ کې عملیات وکړل او پر مهال یې ۲۸ داعش وسله وال و وژل.
سرچینه وایي په دې عملیاتو کې ولسي وګړو او امنیتي ځواکونو ته هېڅ زیان نه دی رسېدلی، خو داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې په ننګرهار کې د داعش پر وړاندې عملیات جدي شوي او نېږدې هره ورځ له دغه ولایته د داعش د مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کېږي.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین