۰

طالبان وايي د منځنۍ آسیا هېوادونو ته ګواښ نه دي

سه شنبه ۲۹ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۳۵
وسله وال طالبان وايي، د دوی جګړه یوازې د افغانستان تر پولو محدوده ده او د منځنی آسیا هېوادونو له پاره به امنیتي ګواښ جوړ نشي.
طالبان وايي د منځنۍ آسیا هېوادونو ته ګواښ نه دي
وسله وال طالبان وايي، د دوی جګړه یوازې د افغانستان تر پولو محدوده ده او د منځنی آسیا هېوادونو له پاره به امنیتي ګواښ جوړ نشي.
د جمهورآژانس د خبر له مخې طالبانو په یوه اعلامیه کې د منځنی آسیا هېوادونو ته د دغه ډاد ورکړی دی او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت له جګړې به د منځنۍ آسیا جمهوریتونو ته هېڅ راز ګواښ متوجه نشي.
طالبانو په دغه خبرپاڼه کې ویلي«زموږ جګړه یوازې د افغانستان تر سرحدونو محدوده ده او هغه هېوادونه چې اسلامي امارت ته ستونزه نه جوړوي، طالبان به هم اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له جګړې دوی ته ګواښ پیښ شي.»
طالبانو هغه ګنګسي چې ګنې دغه ډله غواړي د شمال ولایتونو په نا امنه کولو سره د منځنې آسیا هیوادونو امنیت وګواښی، ردوی او ټینګار کوي چې طالبان به هیڅ کومې بلې ډلې ته هم اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د منځنۍ آسیا د هیوادونو د امنیت د ګواښلو لپاره استفاده وکړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین