۰

د ننګرهار ۹ ولسوالیو ته نوي ولسوالان وټاکل شول

يکشنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۶
د ولسمشر محمد اشرف غني له امر سره سم د ننګرهار ولایتي اداره په دغه ولایت کې د اصلاحاتو د رامنځ ته کېدو په موخه لاس په کار شوې ده.
د ننګرهار ۹ ولسوالیو ته نوي ولسوالان وټاکل شول
د ولسمشر محمد اشرف غني له امر سره سم د ننګرهار ولایتي اداره په دغه ولایت کې د اصلاحاتو د رامنځ ته کېدو په موخه لاس په کار شوې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د اصلاحاتو په ترڅ کې د ننګرهار د ۹ ولسوالیو له پاره نوي ولسوالان تغیر او تبدیل او ټاکل شوي دي.
د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي تېره ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، هیله ده، چې د اصلاحاتو دغه لړۍ به د حالاتو په کابو کولو او د ستونزو په حل کې ګټوره تمامه شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د ولسمشر محمد اشرف غني له وروستي سفر سم ورته لارښوونه شوې، چې په ولسوالیو کې د ښې حکومتدارۍ او امنیت راوستلو لپاره دې د یو شمیر ولسوالیو په رهبرۍ کې تغیر او تبدیل راوستل شي.
ده وویل، چې د ولسمشر له لارښوونې سره سم لاس په کار شوی او د ننګرهار د ۹ ولسوالیو ولسوالان یې تغیروتبدل او نوي کړي دي.
والي وايي، حاجي سازولي د هسکې مېنې، عبدالوهاب د غني خېلو، اسرارالله قاري زاده د کامې، محمد صدیق دولت زی د بهسودو، معلم معشوق د اچین، عیسی خان ځواک د شېرزادو، حضرت خان خاکسار د روداتو، نعمت الله نورزی د چپرهار او حاجي غالب مجاهد د بټي کوټ د ولسوالانو په توګه ټاکل شوي دي.

باید وویل شي، چې ولسمشر وړمه ورځ ننګرهار ولایت ته سفر کړی و، او هلته یې مېشت افغان پوځ ته امر وکړ، چې د داعش ریښې او جرړې وباسي.
دغه راز ولسمشر په دې سفر کې د ننګرهار ولایتي ادارې ته لارښوونه وکړه، چې د اصلاحاتو لړۍ پیل کړي او د ولس د ستونزو په حل کې جدي لاس په کار شي.
جمهور آژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین