په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن وايي، څلور سوه اضافي سرتېري به افغانستان ته نېږدي ځای پر ځای شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې که هم نوموړي د دغه سرتېرو د ځای پر ځای کېدو مشخص ځای نه دی په ګوته کړی خو زیاتوي، چې یاد شمېر سرتېري به د اړتیا په وخت کې افغانستان ته واستول شي.
نوموړي تېره ورځ خبریالانو ته و ویل، دا پرېکړه په افغانستان کې د ناټو تړون د روزنې او مشورې له ماموریت سره د امریکا د ژمنې پر اساس شوې ده.
دی وايي، دا له دا له هغو ۸۴۰۰ عسکرو جلا دي چې د امریکا ولسمشر یې د روان میلادي کال ۲۰۱۶ تر پایه په افغانستان کې د پاتې کولو ژمنه کړې ده.
جمهورآژانس:کابل