۰

کندوز کې د کرکټ معیاري لوبغالی جوړېږي

سه شنبه ۲۲ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۳۶
د افغانستان کرکټ بورډ او فیضي مجددي ودانیز شرکت ترمنځ په کندز کې د معیاري لوبغالي جوړولو تړون لاسلیک شو.
کندوز کې د کرکټ معیاري لوبغالی جوړېږي
د افغانستان کرکټ بورډ او فیضي مجددي ودانیز شرکت ترمنځ په کندز کې د معیاري لوبغالي جوړولو تړون لاسلیک شو.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه تړون نن په کرکټ بورډ اداره کې د یادې ادارې د مشر نسیم الله دانش او د فیضي مجددي شرکت ودانیز شرکت د مشر تر منځ لاسلیک شو.
دغه لوبغالی په ۱۶ جرېبه ځمکه کې په معیاري ډول د ۱۶ میلیونه افغانیو په مالي لښکت جوړېږي، چې په ۸ میاشتو کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
کرکټ بورډ اداره وايي، د لوبغالي ودانیز لګښت د افغانستان کرکټ بورډ ادارې له خپلې کلنۍ بودیجې څخه
دغه لوبغالی په ۱۶ جرېبه ځمکه کې په معیاري ډول د ۱۶ میلیونه افغانیو په مالي لښکت جوړېږي، چې په ۸ میاشتو کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
ورکوي.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي ریس نسیم الله دانش د تړون لاسلیک پرمهال رسنیو ته وویل، په کندز کې به د یاد لوبغالي جوړولو سره ډیرۍ نور ځوانان کرکټ ته مخه کړي او د یوه ټول ګټي لوبغالي په څېر به د ټولو کندزیانو پر مخ خلاص وي.
دانش وویل«موږ به په راتلونکې کې نورو ولایتونو کې هم دا ډول معیاري لوبغالي جوړ کړو او دا زموږ د کارونو په لومړیتوبو کې ځای لري.»
د هغه په وینا اوسمهال په کندهار، پکتیا او لغمان ولایتونو کې د لوبغالو جوړولو چارې روانې دي چی ډیر ژر به په ټاکلو نیټو بشپړې او لوبغالي به ګټه اخستنې ته وسپارل شي.
ښاغلي دانش په خپلو خبرو کې د یاد ساختماني شرکت له مشر غوښتنه وکړه چی د لوبغالي چارې په سمه توګه او په خپل ټاکلي وخت ترسره کړي.

د ګټونکي شرکت ریس ژمنه وکړه چی په ډیره مینه او اخلاص سره به د یاد لوبغالي چارې پرمخ یوسي او د خپلې شخصي ګټې پرځای به ملي ګټې په پام کې ونیسي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین