>> جمهور - غزني کې د ۸۰ تنو د ترور عامیلین وژل شوي
 
۰

غزني کې د ۸۰ تنو د ترور عامیلین وژل شوي

پنجشنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۰۵
امنیتي چارواکي وايي، په غزني ولایت کې هغه درې تنه غلچکي بریدګر چې د لږ تر لږه ۸۰ تنو امنیتي سرتېرو، قومي مشرانو او ولسي وګړو په ترور او وژنو کې لاس درلود، وژل شوي.
غزني کې د ۸۰ تنو د ترور عامیلین وژل شوي
امنیتي چارواکي وايي، په غزني ولایت کې هغه درې تنه غلچکي بریدګر چې د لږ تر لږه ۸۰ تنو امنیتي سرتېرو، قومي مشرانو او ولسي وګړو په ترور او وژنو کې لاس درلود، وژل شوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د غزني امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل نن د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، چې دغه برید ګر تېره ورځ د غزني ښار لویدیځ ته له ده یک ولسوالۍ سره پر پوله پرته، خشک سیمه كې د عملياتو پر مهال وژل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه ترهګرو وژل شویو بریدکوونکو د بې غږه تفنګچو په مرسته ۸۰ كسان ترور كړي وو.
امرخیل زیاته کړه، په تېرو اتو مياشتو كې د تروريستي بريدونو او چاودنو ترسره كوونكې شبكه سخته ځپل شوې ده، چې غړي یې یا وژل شوي او یا ژوندي نیول شوي دي.
دی وايي، وسله وال مخالفین په غزني کې د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی او تر ډېره یې غلچکي او بمي بریدونو ته مخه کړې ده.
دغزني امنیه قوماندان هم وویل، چې اوس وسله والو د هستوګنې له سیمو څخه پر امنیتي پوستو د درنو وسلو ګوزارونه کوي، چې د هغې مخه به یې هم ډېره ژر ونیسي.
جمهورآژانس:غزني
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین