۰

د ملي امنیت سلاکار وايي، له داعش ډلې به غچ واخستل شي

يکشنبه ۶ سرطان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۱۰
د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د داعش ډلې د وروستيو بريدونو په غبرګون کې وايي، داعش هغه تروريستي ډله ده، چې د هېڅ ملت د ملي حاکميت حق نه مني.
د ملي امنیت سلاکار وايي، له داعش ډلې به غچ واخستل شي
د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د داعش ډلې د وروستيو بريدونو په غبرګون کې وايي، داعش هغه تروريستي ډله ده، چې د هېڅ ملت د ملي حاکميت حق نه مني.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي اتمر وايي، داعش په ننګرهار کې تر يو ځل ځپل کېدو وروسته يو وار بيا د ملکي خلکو د استوګنې پر سيمو بريدونه وکړل او يو شمېر ملكي وګړو ته يې مرګ ژوبله واړوله.
زیاتوي، چې داعش د جګړې په مهال له تر ټولو غير انساني او وحشيانه چلند او تکتيکونو څخه استفاده کوي خو په وینا یې دوى به له داعشه د دې ظلم غچ واخلي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار زیاته کړې، چې امنيتي ځواکونو وړمه شپه د عملياتو په مهال د يادې ‌‌‌‌‌‌ډلې مهمې مواضع په نښه کړې او په پام کې ده، چې ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر يې په وړاندې پراخ ځمکني او هوايي عمليات پيل شي.
دغه راز هغه ویلي، چې د ملي دفاع او کورنيو چارو وزيران او د وسله وال پوځ لوى درستيز په سيمه کې له امنيتي ځواکونو سره هره شېبه په تماس کې دي.
باید وویل شي، چې داعش وسله والو وړمه ورځ د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې ۸ تنه ولسي وګړي وژلي، ۱۵ ټپیان او دغه راز یې ۲۳ کورونو ته اور وراچولي.
دغه راز رپوټونه وايي داعش ډلې ۳۰ تنه ولسي وګړي، چې مېرمنې او ماشومان هم په کې دي له ځان سره بېولي، خو د ننګرهار والي د مېرمنو بېولوخبره رد کړې ده.
هغه ویلي، د داعش پر ضد په سیمه کې سخت عملیات پیل شوي، چې په وینا یې په تېرو دوه ورځو کې ۱۳۱ داعشیان وژل شوي دي.
دغه راز نن د ننګرهار له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه په کوټ ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ۱۸ داعشیان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.
همدا شان په غني خېلو ولسوالۍ کې بیا د هوايي برید او مخامخ نښتې په ترڅ کې د یوه قوماندان په ګډون ۷ وسله وال وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین